|
او کله چي پوښتنه وکړي (اي محمده !) له تا څخه زما بندګان
زما (له لريوالي او نژديوالي) زما نو بيشکه زه نژدي يم
(دوي ته په علم او اجابت سره)، قبلوم زه سوال د غوښتونکي
په هغه وخت کي چي وبولي ما، نو ښايي چي دوي هم ومني حکم
زما (طاعت) او ټينګ دي اوسي په ايمان په ما باندي ښايي چي
دوي په سمه لاره محکم پاتي شي. ۲ سوره ۱۸۶ آيت
ذکر، د خداي تعالي يادول دي او لکه څنګه چي پروفيسور عنقا
د هغي تعريف کړي دي ذکر د ميني په لاره کي لومړي ګام دي.
لکه څنګه چي کله موږ په چا مين شو، تل د خپلي ميني نوم په
خوله او د هغه ياد په زړه کي ساتو، په عرفان کي هم په ژبه
باندي د خداي تعالي د نوم يادول، د ذکر کوونکي تن او روح
او ياد او ژبه په يوه ځاي کي د يوه حقيقت د پيژندلو لپاره
ساتي
د دي ټکي يادول ضروري ده چي د يوي کلمي ظاهري تکرار، حتي
که د خداي تعالي نوم هم وي، پوهه او علم لاس ته نشي راوړي.
ذکر او يا يادکول له زړه نه پيل کيږي او د انسان ټول وجود
ته پراخيږي.
|