Erfan

       
SITE SEARCH

الرئيسية

عرفان

الشَفَاء

ذکر

الإتصال

أحداث

نقشه

 

خانيغاه               

  معماری                   

                مجلات

 
 
 
 
 

«عرفان، چي په لويديځه نړي کي د تصوف په نوم پيژندل شوي، په واقعيت کي د دين رښتينوالي دي او د عارف هغه کس ته ويل کيږی چي د دين په حقيقت باندي په پوره توګه پوي شوي وي او دين يي پيژندلي وي. عرفان د معرفت او پيژندني څرګندوی دي. په دي عقيده کي معرفت او د خداي پيژندنه د قلبي کشف او باطني ديد له لاري ده نه د استدلال او تحليل له لاري»1

سالک هغه چا ته ويل کيږي چي تل د خپل وجوديت د حقيقت په لټه کي وي. لکه څنګه چي د خداي تعالي پيغمبران موږ ته راښودلي دي د غيبي او مطلق علم پيژندنه او لاس ته راوړنه د کتابونو د مطالعي له لاري هيڅ کله هم لاس ته راتلونکي نه دي.  په حقيقت کي پيغمبران په خپله هم د وحي او الهاماتو په مرسته د خپل وجود په ژورو حقيقتونو لاس بري وموند او په پاي کي يي خپلی پيژندني او لټوني د سپيڅليو تورو او ويو په قالب کي بشريت ته وړاندي کړي.2

هر کس مکلف دي چي د خپل وجود حقيقت په خپله وپيژني. لکه څنګه چي موږ د خپلي سا ايستلو او خوړلو له پاره په نورو اتکا نشو کولي، په همدي ډول موږ نشو کولي چي دا توقع ولرو چي نور خلک موږ د دين د جامع او مکمله معني په لاس راکړي.  په عمل کي دا د هر کس دنده ده چي په خپله د خپل وجود په حقيقت باندي ځان پوي کړي او لکه ساايستل په خپله يي تجربه کړي.3

د عرفان ساده، خو خورا ارزښتناک اصول، چي د ځان پيژندني وروستي هدف له پاره اړين دي، د  Fragrance of Sufism 4«د تصوف خوشبويي» نومي کتاب کي داسي تشريح شوي دي:  The

medita

·        ذکر : هميشه او په هر حال کي د خداي تعالي په ياد کي اوسيدل : ما ياد کړي [تر څو] زه هم تاسو ياد کړم. (قرآن کريم، ۲ سوره، ۱۵۲ آيت)

·    فکر : فکر کول او تمرکز کول، دحقيقت په اړه فکر کول تر څو د نشت يا پوپنا کيدو درجي ته ورسيږي.

·       سحر : ويښيدل ،د پير او استاد په لاس  د روح او جسم له خوب نه راويښيدل.

·        جويي : هيله او ليوالتيا ، په اخلاص سره د حقيقت د پيژندني تمه لرونکي، او د فکر او زړه آماده ساتل چي د زړه  رازونه او وحي او الهام تر لاسه کړي.

·        سومات : د چوپتيا ساتل ، د بي ارزښته شيانو په اړه له خبرو کولو او فکر کولو نه ډډه کول. له خواهشتاتو او غوښتنو نه د زړه پاکول.

·      صعام : روژه نيول ، د وجود، فکر او زړه روژه.

·       خلوت : په خلوت او يوازيتوب کي اوسيدل ، په يوازيتوب کي دعا کول ، که په ظاهر وي که په باطن کي.

·      خدمت : په خدمت او بندګي کي پاته کيدل. د خداي او وجود په حقيقت کي پوپنا کيدل.

1. Angha, S. (1986). The Mystery of Humanity – tranquility and survival. Lanham, Md.: University Press of Amercia, p.1

2.M.T.O. (1997). Maktab Tarighat Oveyssi Shahmaghsoudi (School of Islamic Sufism). M.T.O. Shahmaghsoudi, USA. p.12

3.M.T.O., 1997, n2.

4.Angha, N. (1996).The Fragrance of Sufism. University Press of America, INC.USA.

 
   
 
©2007. M.T.O. Shahmaghsoudi. All rights reserved