Zekr

                                                            

او کله چي پوښتنه وکړي (اي محمده !) له تا څخه زما بندګان زما (له لريوالي او نژديوالي) زما نو بيشکه زه نژدي يم (دوي ته په علم او اجابت سره)، قبلوم زه سوال د غوښتونکي په هغه وخت کي چي وبولي ما، نو ښايي چي دوي هم ومني حکم زما (طاعت) او ټينګ دي اوسي په  ايمان په ما باندي ښايي چي دوي په سمه لاره محکم پاتي شي. ۲ سوره ۱۸۶ آيت


ذکر

ذکر، د خداي تعالي يادول دي او لکه څنګه چي پروفيسور عنقا د هغي تعريف کړي دي ذکر د ميني په لاره کي لومړي ګام دي. لکه څنګه چي کله موږ په چا مين شو، تل د خپلي ميني نوم په خوله  او د هغه ياد په زړه کي ساتو،[1] په عرفان کي هم په ژبه باندي د خداي تعالي د نوم يادول، د ذکر کوونکي تن او روح او ياد او ژبه په يوه ځاي کي د يوه حقيقت د پيژندلو لپاره ساتي.

د دي ټکي يادول ضروري ده چي د يوي کلمي ظاهري تکرار، حتي که د خداي تعالي نوم هم وي، پوهه او علم لاس ته نشي راوړي. ذکر او يا يادکول له زړه نه پيل کيږي او د انسان ټول وجود ته پراخيږي.

د ذکر کولو په وخت کي، ښايي چي خپلي سترګي پټي کړي او خپل وجود په آرامي سره له يوي خوا نه بلي خوا ته وښوروي. د ذکر سم حرکت له کيڼ لوري نه ښي لوري ته او له ښي لوري نه کيڼ لوري ته عملي کيږي. په عين وخت کي، تاسو بايد چي په آرامي سره د خپلو لاسونو ورغوي د پښو په زنګونو ووهي، ځکه چي زنګون په وجود کي د انرژي له مهمو برخو څخه ده. په دي ټکي باندي ځان پوهول ضروري ده چي د بدن له پورتني حرکت نه مقصد، په زړه کي د يوه لاينتاهي حرکت زيږول دي.

په داسي حال کي چي سترګي د زړه په لوري پرانيستي وي، هغه شونډي چي له هغو د مين نوم ياد جاري وي، هغه غوږونه چي د يار له نوم پرته بل څه نه اوري، انسان په دايمي توګه د وجود مختلفو برخو ته ور پام کوي. حواس، د بدن موزون حرکتونه، کلمي، خواږه معنوي احساسات، دماغي اړيکي او همدا رنګه په آرامي سره د لاسونو د ورغيو په زنګونو باندي وهل، ذکر کوونکی د ذکر کولو واقعيت ته نژدي کوي.


 


[1] M.T.O. (1997). A Sufi Celebration, The Blossoming of an Era. M.T.O. Shahmaghsoudi, California State University, Sacramento. p.7.

 

M.T.O. | Sufi Association US | Sufi Society UK | Sufi Association Germany | Intro

Copyright ©2004-2008. M.T.O. Shahmaghsoudi. All rights reserved