 |
|
عرفان
«عرفان،
چي په لويديځه
نړي
کي د تصوف په نوم پيژندل شوي، په واقعيت کي د دين رښتينوالي
دي او د عارف هغه کس ته ويل کيږی
چي د دين په حقيقت باندي په پوره توګه
پوي
شوي وي او دين يي پيژندلي وي. عرفان د معرفت او پيژندني
څرګندوی
دي. په دي عقيده کي معرفت او د خداي پيژندنه د قلبي کشف او
باطني ديد له لاري ده نه د استدلال او تحليل له لاري»1 |
|
سالک هغه چا ته ويل کيږي
چي تل د خپل وجوديت د حقيقت په لټه
کي
وي. لکه
څنګه
چي
د خداي تعالي پيغمبران موږ
ته راښودلي
دي د غيبي او مطلق علم پيژندنه او لاس ته راوړنه
د کتابونو د مطالعي
له لاري هيڅ
کله هم لاس ته راتلونکي
نه دي. په حقيقت کي پيغمبران په خپله هم د وحي او
الهاماتو په مرسته د خپل وجود په ژورو حقيقتونو لاس بري
وموند او په پاي کي يي خپلی پيژندني او لټوني
د سپيڅليو
تورو او ويو په قالب کي بشريت ته وړاندي
کړي.2 |
|
هر کس مکلف دي چي د خپل وجود
حقيقت په خپله وپيژني. لکه
څنګه
چي
موږ
د خپلي
سا ايستلو او خوړلو
له پاره په نورو اتکا نشو کولي،
په همدي
ډول
موږ
نشو کولي
چي دا توقع ولرو چي نور خلک موږ
د دين
د جامع او مکمله معني په لاس راکړي.
په عمل کي دا د هر کس دنده ده چي په خپله د خپل وجود په
حقيقت باندي
ځان
پوي
کړي
او لکه ساايستل په خپله يي تجربه کړي.3 |
|
 |
|
Angha, S. (1986). The Mystery of Humanity –
tranquility and survival. Lanham, Md.: University
Press of Amercia, p.1 |
|
|
 |
|
M.T.O. | Sufi Association US |
Sufi Society UK | Sufi Association Germany | Intro
Copyright
©2004-2008. M.T.O. Shahmaghsoudi. All rights reserved |
|